د عراق په سامرا کې کې 27 تنه په ځانمرګي بريد کې وژل شوي

د عراق امنيتي ځواکونو او د درملنې مرکزونو د رېپوټونو له مخې ، د شنبې په ورځ د عراق په سامرا  کې 27 تنه زيارت کوونکي ، په ځانمرګي بريد کې وژل شوي.
د سامرا سيمه د بغداد ښار شمال ته ، په 110 کيلومترۍ واټن کې پروت دی او پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د زيارت کوونکو يو بس موټر سيمې ته ورسيد. په دې پېښه کې شل تنه نور ټپيان شوي هم دي.