ايران خپلو خلکو ته د ﻻريون اجازه ورنکړه

د ايران خلک غواړي سبا د سلواغې په 25 مه نېټه ﻻريون وکړي ، لېکن د ايران حکومت لخوا ورته اجازه ورنکړل شوه.
دغه ﻻريون، چې د تونس او مصر خلکو په پلويتوب تر سره کيده د حکومت لخوا يې نه يوازې مخالفت شوی بلکې پر سياسي فعالينو يې مخکې له مخکې فشار راوستی دی او يو شمېر د بند کونجونو کې غورځولي. د ايران اخوندي حکومت ويره لري، چې دغه ﻻريون يو ځل د دوی پر ضد په غورځنګ بدل نشي.
د نړۍ سياستوالو پر ايران نيوکه کړې او وايي : هغه څه چې ايران د مصر خلکو لپاره د شرافت وړ بولي د ايرانيانو لپاره يې ناقانونه بللي.