
ليکوال:رابرټ شېفر،
ژباړنه اوڅېړنه : پښتونځارعبدالودود
ژبه دانسانانوترمنځ داړيکو بنسټ دى.له څېړنوښكاره شوې،چې مرغان اوژوي هم مانادارغږونه باسي. خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدلو،غپلواوسونګېدلوله لارې ښکارۀ کوي، خودانسانانوغوندې خپل افکارپه ژبه نشي راوړای.ځكه انسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي اويايې په فکرکې ګرځي څرګندولای اوويلای شي.
ژبه دانځوريامېزپه شان بشپړمحصول نه وي،بلکې تل دبدلېدوپه حال کې وي. دوخت په تېرېدوسره پكې نوې کلمې رامنځته کېږي اوزړې له کاره لوېږي.دجملواوډون او پښويز نرخونه(ګرامري قواعد)يې بدلون مومي.دبېلګې په ډول چوسر(Chaucer)[۱]په ١٣٠٠ زکلونوکې په انګرېزۍ ژبه كې د کينټربري نكلونو(Tales Canterbury ) په نامه يو کتاب ليکلی،خودهغۀ اواوس مهال انګرېزۍ ترمنځ ډېر توپيرراغلی.نن ورځ ډېرلوستونکي په سختۍ سره،دهغۀ پرانګرېزۍ پوهېږي.
ژبه کسبي-مصنوعي وسيله ده،کله چې ماشوم نوی وزيږي،خبرې نشي کولای.اواړتياوې يې ډېرې لږې وي.عمومن خپلې اړتياوې دژړاله لارې پوره کوي.څومره چې ماشوم لوېږي، اړتياوې يې ډېريږي اواړکېږي ،چې داړتياودپوره کولولپاره ډېرڅه ووايي.
کوم مهال چې کوچنی پرغږېدو پيل کوي، نواول کې يې غږونه محدودې ماناوې ورکوي. اول دماناو په اړه ډېرڅه زده کوي.له هغوکلمونه چې ماشوم يې لومړی زده کوي. يوه دسپي dog کلمه ده،ډېرکوچنيان په اول کې ګومان کوي چي ټول څلوربولي ژوي به سپيان وي، خووروسته پوهېږي، چې يواځې يوځانګړي ډول ژوي ته سپی وايي، نور `غوا` يا `پيشو`ګڼل کيږي. او همدا دماناوپه زده کړې کې لومړی ګام بلل کيږي.
داشان وروپه وروماشومان پردې هم پوهېږي چې ځينې مهال يوشان غږونه بېلابېلې ماناوې ورکوي.پوهېږي چې دانګرېزۍfall غورځېدلواوهمداfall دمني (خزان) فصل ته هم وايي.ماشومان دوخت په تېرېدو سره ډېر څه زده کوي،خو داټول مصنوعي دي...
ليکنۍ ژبه هم دګړنۍ ژبې غوندې کسبي-مصنوعي وي. دژبو(الف بې تې) په بشپړډول دهغو نخښونښانومجموعه وي،چې دژبو دغږونو دښودلولپاره استعمالېږي.که غوښتل شوي وای نوABC دمثلث، مربع اومستطيل په بڼوهم ښودل کېدای شوای.او لدې سره به په ژبه کې هيڅ توپير هم نه ؤ راغلی!
ژبې څنګه منځته راغلې؟
پدې اړه چې ژبې څنګه منځته راغلې اوانسان په لومړي ځل څنګه خبرې پيل کړې، څونظرونه موجود دي.خوتراوسه لايو هم په کره توګه دمنلووړندی.دژبوځينې زده کوونکي په دې اند دي، چې په لومړيو کې انسان دچوغکو او ژويو په څېر غږونه وېستل.خو دژبو ځينې نورپوهان بيا پردې باوري دي، چې په لومړيو کې انسان دهغو غږونو، چې خپل چاپېريال کې يې اورېدل پيروي کوله. د پيروۍ په نتيجه کې له غږونو نه کلمې جوړې شوې.غالبآ د Buzzکلمه چې دمچ دبنګهاري ماناوركوي، به له همدې لارې رامنځته شوي وي.[۲] خودډېرونوروکلموجوړښت له دې نظرسره، سرنه خوري.
پدې اړه نوروپوهانوهم ډېرنظرونه وړاندې كړي،خويوهم سل په سلو کې دډاډ وړ نه ښکاري.البته په هرنظركښې دڅه ناڅه ريښتينولۍ څرك لګېږي. په غالب ګومان ژبه د تړون او پلان له مخې رامنځته شوې نه،بلکې دانسان له اړتياسره جوخته منځته راغلې ده. او اوس هم همداسې پرمختګ کوي...دنن زمان ژوندۍ ژبې له هراړخه پوره ندي.ځينې خيالات پکې په سختۍاو ځينې پکښې په اسانۍ ويل كېداى شي او ځينې پكښې داظهار اوبيان څو،څولارې او ګودرې لري...
ژبه څنګه وده کوي؟
دژبې پر، پرمختيااو،ودې ډېرڅيزونه اثرکولای شي.جګړې، سوداګري او دوګړيوله يوځاى نه بل ځاى ته لېږدژبې ته وده ورکوي اويايې دمرګ کندې ته غورځوي.يو مهال لاتين ژبه دجنوبي اولويديځې اروپا پر يوې غټې برخې واكمنه وه.رومي پوځ له ځان سره هغو سيموته چې دروم امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې،وړې وه.خو کله چې رومي امپراتورۍ دشمال ختيځ له لوري ديرغلګروپرلاسوکښېوته او واکمني يې پای ته ورسېده، نوتقريبن لاتين ژبه هم ورسره مړه شوه. اواوس يواځې په رومن کاتوليکوکليساوو، ددرملولپاره دنسخو په ليکنې، د بوټواوحيواناتو په نومونې کښې استعمالېږي.
په شمالي امريکا کښې لومړني مېشت شوي يرغلګرانګليسان ول،نو لدې امله دهغوی ژبه(انګرېزي) دمتحدوايالاتوژبه وګرځېده.همدغسې په لاتيني امريکا کښې هسپانويان لومړني مېشتېدونكي يرغلګر ول، نو دهغوۍ ژبه(هسپانوي) هم له دې لارې دجنوبي امريکا په ډېروهېوادونو کې واکمنه شوه.
امريکايي ، برتانوي او کاناډايي سوداګران دنړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاس کې لري ، نوهمدې کبله دنړۍ په ډېرو سيمو کې انګريزي پرمخ ځي او دډېروهېوادونودوهمه ژبه ګرځېدلې ده....
همداشان دبېلابېلووګړيوترمنځ اړيكي هم ژبه شتمنولاى شي.دساري په توګه په ١٠٦٦ز کال کې، پرانګلستان د(نارمن فرانسويانو) له يرغل نه مخكې انګرېزي د(انګلوساکسون) يوه لهجه وه.
(نارميان)پرفرانسوۍ ژبه غږېدل.وروپه ورو(نارمن فرانسوي)او(انګلوساکسون)سره ګډې شوې او د انګرېزۍ غټه برخه ترې جوړه شوه.په ( انګلوساکسون)کې دغوايي او غوښې لپاره يوه کلمه کاو=Cow موجوده وه.خو فرانسوۍ د`غوا` او `غوښې` لپاره ځانته، ځانته کلمې درلودې. غوښې ته يې بوف= boeuf وايه، همدغه کلمه انګرېزۍ ترې واخيسته او خپله تشه يې پرې ډکه کړه.
همدغسې ژبه دنويوکلمو جوړولو، دسلنګ يا ناادبي ژبې پرځای او سم استعمال له لارې هم پرمختګ او وده کولای شي...
لمن ليكونه:
[۱] چوسر په ۱۳۴۳\\۱۳۴۲ زيږدي كال دانګلستان په لندن(؟) ښاركښې زېږېدلى اوپرپينځه ويشتم اكټوبر۱۴۰۰ زيږدي مړشويدى. دى له شېكسپير نه وړاندې دانګرېزۍ ژبې لوى شاعربلل كېږي. دۀ پرشاعرۍ برسېره نثرهم ليكلى دى. دى لومړى ليكوال او شاعر دى،چې دانګلستان جنوبي لهجې ته يې دانګلستان دادبي ژبې بڼه وركړېده.
[۲] په پښتوكښې هم ځينې كلمې لكه دكارغۀ(نورې بڼې يې: كاغى،كڼاخ...) كلمه دنوموړي له غږ( كاغ، كاغ) نه، دچڼچوڼې كلمه د( چوڼ، چوڼ ياچڼ،چڼ) نه، دكوړكې كلمه دچرګې له غږ( كړت، كړټ، ياكوړت، كوړت) نه، دغواكلمه له ( با، امبا)نه اودبنګېدلوكلمه دمچ له(بنګ،بنګ) نه رامنځته شوې ښكاري.