د کندهار په نښتو کې ۱۶ تنه پوليس  وژل شوي

د کندهار والي توريالي ويسا رسنيو ته ويلي ، چې د هغو عملياتو ، چاودنو او ځانمرګي بريد له امله چې نن ماسپښين د طالبانو له خوا د کندهار د امنيې پر قومندانۍ ترسره شول ،15 تنه پوليسان او يو د امنيت کارکوونکی وژل شوي او 45 تنه نور ټپيان شوي دي. د ده په وينا بريد کوونکو له قومندانۍ سره څېرمه په شپږو موټرو کې بمونه ايښې وو چې درې يې وچاودېدل او درې نور يې شنډ شول. بريد کوونکو تر چاودنو وروسته قومندانۍ ته مخامخ د واده په يوه سالون کې مورچې ونيوې او څو ساعته يې جګړه وکړه. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او پوليسو ته يې د درنو تلفاتو دعوا کړې ده .