ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره  نوې اکمالاتي لاره غوره کړې

د امريکې د دفاع وزرات په يوه اعلاميه کې ويلي، چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د ناټو لپاره 98 سلنه اکمالاتي مواد د ازبکستان له لارې انتقاليږي. د ازبکستان يوه چارواکي د خبر له تاﺉيد سره ويلي، چې په 2010 کال کې د ناټو 2500 اکمالاتي کانتينرونه د ازبکستان له لارې افغانستان تللي دي. د يادونې وړ ده چې تېر کال پر پاکستان باندې د ناټو ځواکونو تر يوه بريد وروسته ، د پاکستان په خاوره کې د ناټو په سلګونو کانتينرونه ظاهرا د وسله والو مخالفينو له لوري وسوځول شول، چې ښايي له همدې امله به ناټو دغه نوې لاره غوره کړې وي.