د هغو چاودنو او بريد له امله چې نن ماسپښين د کندهار د امنيې له قومندانۍ سره څېرمه ترسره شول ، تر اوسه 24 تنه ټپيان روغتون ته رسېدلي دي. د خبرونو له مخې نن ماسپښين د کندهار د امنيې له قومندانۍ سره لومړۍ دوې چاودنې ترسره شوې او وروسته جګړه پيل شوه.. د کندهار د ولايتي شورا د رﺉيس احمدولي کرزي په وينا بريد کوونکو قومندانۍ ته څېرمه په يوه هوټل کې مورچې نيولې او پر قومندانۍ ډزې کوي. پوليسو قومندانۍ ته څېرمه لارې تړلې دي او خلکو سيمه تخليه کړې ده . تر اوسه د جګړې او بريد کوونکو برخليک نه دی روښانه شوی.
وروستي