د خوست امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو او وسله والوغلوترمنځ نښته کې د يوه غله د وژلو او يو لاروي د ټپي کيدو او دروو وسله والو غلو د نيول خبر ورکړ، د خوست امنيې قوماندان وايي چې سرتيرو يې يوتن ژباړن د تښتوونکوله منګولو وژغورلو.
بل پلو د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ناټوته په تېل وړونکو ټانکرونوبريدشوى او دوه ټانکرونه پکې سوځيدلي او يوتن چلونکى ټپي شوى دى
د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى وايي چې سرتيرويې د خوست ښارختيځ ته په لکڼوکې هغه مهال له وسله والوغلوسره نښته وکړه چې له يوتن يې موټر وښتولو، د ده په خبره چې په نښته کې يو وسله وال غل وژل شوى او يوتن لاروى هم ټپي شوى. د قوماندان په خبره له ډزو ورسته درې کسان او دوه موټر د پوليسو لاس ته ورغلل. همداشان يوبل تن چې له کابل نه يې کرولا موټر را تښتولى و،له موټرسره يوځاى په کور کې نيول شوى دى، بل پلو پوليسو له ناټوځواکونوسره يوتن افغان ترجمان د تښتونکو له منګولو راخوشى کړى خو تښتوونکي يې نه دي نيول شوي. د يوبل خبر له مخې په خوست کې دوه کسان وروسته له هغه ونيول چې په ښارکې يې يو دوکان په ماين والوځاوه.
په همدې مهال يوتن ويل چې په لکڼوکې د موټر تښتولوپه تورنيول شوي کس يې څه موده وړاندې پرکور بريدکړى وو او د کورنۍ څوغړي يې ور وژلي او ټپيان کړي.
بل پلو د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ پرهغوټانګرموټرو بريدشوى چې ناټوته يې تېل ليږدول، د خوست امنيې قوماندان وايي چې په بريدکې دوه ټانګرونه سوځيدلي او يوتن چلونکى ټپي شوى دى. وسله والوطالبانو د دې پېښې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.
وروستي