شاه محمود قريشي په نوې کابينه کې له لوړې ډډه وکړه

تر هغې وروسته چې د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني خپله پخوانۍ کابينه ړنګه کړه ، پرون د نوي حکومت 21 وزيرانو د لوړې مراسم ترسره کړل. نوي کابينه ډېره وړه شوې او د څو شپېتو وزيرانو شمېر 22 وزيرانو ته راکم شوی دی . پرون په خبرونو کې ويل شوي و، چې په نوي حکومت کې به د بهرنيو چارو پخوانی وزير شاه محمود قريشي بيا هم ګډون ولري او له نورو وزيرانو سره به يوځای د لوړې مراسم ترسره کوي، خو نوموړي د لوړې په مراسمو کې له ګډون ډډه وکړه او خبريالانو ته ويلي دي چې د کورنيو ستونزو له امله نه شي کولی دغه دنده ترسره کړي. داسې ويل کيږي ، چې نوموړی له دې امله مرور شوی چې ده ته په لومړي سره کې ويل شوي و چې په نوي حکومت کې به دی د بهرنيو چارو وزير نه وي. داسې اټکل کيږي ، چې ښايي دی په راتلونکو بدلونو کې د نوي لومړي وزير په توګه وټاکل شي.