د دوشنبې ورځ په بحرين کې د سراسري لاريونونو لپاره غږ شوی

په تونس او مصر کې د لاريونونو لارې د واکمنو رژيمونو تر ړنګېدلو وروسته اوس په بحرين کې هم مخالف سياسي ګوندونه هڅه کوي د خليفه حماد بن عيسی واکمني راوپرځوي. مخالفو سياسي ګوندونو د دوشنبې ورځې لپاره پر خلکو غږ کړی چې د واکمن رژيم پر ضد په سراسري لاريونو کې ګډون وکړي . د دې پر وړاندې د خليفه حماد بن عيسی دفتر اعلان کړی ، چې په همدې ورځ به دهېواد د اساسي قانون د لسمې کاليزې په وياړ له هرې کورنۍ سره 2650 ډالره مرسته کوي. څو ورځې وړاندې هم په بحرين کې مظاهرې شوي وې او يو شمېر کسان نيول شوي هم وو.