د کابل له جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر محمد ظاهر وايي، چې نن سهار يې يو افغان سوداګر چې تېره اونۍ په کابل کې تښتول شوی و ، د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. د ژغورنې په عملياتو کې د سړي تښتوونکو مشر او ورسره دوه تنه نور ملګري يې نيول شوي دي. محمد ظاهر وايي چې د سړي تښتوونکو د ټولې شبکې د نيولو هڅې روانې دي.، خو د تښتول شوي سوداګر هويت يې نه دی په ډاګه کړی.
وروستي