ولسي جرګې په خپله نننۍ ناسته کې د يوې پرېکړې په ترڅ کې له افغان ولسمشر څخه غوښتنه وکړه ، چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په اړه ځانګړې محکمه دې لغو کړي. ځانګړې محکمې د يوې پرېکړې په ترڅ کې د ولسي جرګې د ۸۳ وکيلانو د موقتي بې واکه کولو او محکمې ته د حاضرولو غوښتنه کړې ده . د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې تر پرانيستل کېدو مخکې کاميابه وکيلانو له ولسمشر کرزي سره ژمنه وکړه چې د ځانګړې محکمې پرېکړې ته به د ولسي جرګې تر پرانيستل کېدو وروسته هم غاړه ږدي ، خو شنونکي ټول پوهېدل چې دا هسې د کنګل پر مخ ژمنليک دی.
وروستي