د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ، په افغانستان کې د امريکې د دايمي پوځي اډو له جوړېدو ملاتړ وکړ . ده وويل، چې د دغو اډو جوړېدل به په افغانستان او سيمه کې له ثبات سره مرسته وکړي. ده وويل چې د امريکې پوځي اډې په ډېرو نورو هېوادونو لکه پاکستان، مصر، سعودي عربستان، خليج هېوادونو، جنوبي کوريا، تايوان او جرمني کې هم شته دي او د دغو هېوادونو لپاره يې ډېرې ګټورې پايلې درلودلې دي. جنرال وردګ وويل، چې د اډو د جوړولو پرېکړه د افغانستان د قانوني ادارو او افغان ولس کار دی . څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه چې د امريکې او افغانستان تر منځ د دايمي پوځي اډو د جوړولو په اړه خبرې روانې دي، خو طالبانو د دغو اډو جوړول په کلکه غندلي او خپل مخالفت يې ورسره څرګند کړی.
وروستي