د پروېز مشرف د نيولو امر ورکړل شو

په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ځانګړې محکمې د بې نظير بوټو د وژنې د قضيې په لړ کې د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف د نيولو امر صادر کړ. تر دې وړاندې نوموړي ته امر شوی و چې د بې نظير بوټو د وژنې په اړه محکمې ته حاضر شي او د لګول شويو تورونو ځواب ووايي، خو نوموړي محکمې ته له حاضرېدو ډډه کړې وه. مشرف اوسمهال په انګلستان کې دی او غواړي يو ځل بيا د پاکستان سياسي ډګر ته راننوزي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.