سپينې ماڼۍ وايي ، چې د ايران حکومت لخوا پر سياسي فعالينو د فشار زياتيدل او د دوی تر منځ د اړيکو مخنيوی دا ښيي ، چې د ايران حکومت د خلکو له ارادې څخه ويره لري.
امريکايي چارواکو ،د ايران حکومت چلند ،د مخالفينو او خبري رسنيو سره او همدار راز د مصر د پېښو په هکله د دوی دريځ ، دوه مخی سياست بللی.
د امريکا د سپينې ماڼی وياند رابرت ګيبز د ايران د ورستيو پېښو په هکله ويلي، چې د ايران حکومت بايد خلکو ته ،د سوله ييزو ﻻريونونو اجازه ورکړي. نوموړي زياته کړه : د ايران حکومت د خلکو له ارادې څخه ويره لري.
د اپوزيسيون دوه تنو مشران مهدي کروبي او ميرحسين موسوي له حکومته غوښتنه کړې، چې د سلواغې د مياشتې په 25 مه نېټه ورته د ﻻريون اجازه ورکړل شي ،ليکن د حکومت لخوا تر اوسه د اجازې ورکولو څخه ډډه شوې.
د امريکا د جمهور رييس مرستيال جو بايډن هم د مصر د ﻻريونونو په هکله د خبرو پر مهال پر ايران حکومت غږ کړی ، چې خلکو ته د ﻻرې وهلو او خبرو کولو حق ورکړي.
د يادونې وړ ده ، چې د ايران حکومت په دغه هېواد کې پر سياسي فعالينو باندې فشار زيات کړی دی .د ((کلمه)) خبري ويبپاڼې د رېپوټونو له مخې، د ايران حکومت د محمد خاتمي په حکومت کې د رفاه وزير محمد حسين شريف زادګان د موسوي اخښی ،صالح نقره کار (په ټاکنو کې د ښاغلي موسوي د حقوقي کميټې مشر) ، دوه تنه خبرياﻻن ميثم محمدی او اميد محدث او همداراز د ((بهشتي بنسټ )) غړي، مصطفی ميراحمدزاد (د منتظري له شاګردانو) څخه او يو زيات شمېر نور د اپوزيسيون غړي نيولي دي.
داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې صدرالدين بهشتي د عليرضا بهشتي زوی (د موسوي سلاکار ) او يو شمېر نور ﻻ تر دې د مخه نيول شوي دي.
د ورستيو رېپوټونو له مخې په خپله کروبي هم له تيرې ورځې سهار راهيسې کوربند شوی او يوازې مېرمنې يې ورته د ورتګ اجازه لري.
د سياسي فعالينو د نيولو دغه لړۍ په داسې مهال پيليږي، چې په ايران کې په اصطلاح د اسلامي انقلاب 32 مه کليزه نمانځل کيږي او د جمعې په ورځ د دغه هېواد جمهور رييس محمود احمدي نژاد د لويو ﻻسته راوړونو خبرې کولې.
له بلې خوا ايران د مصر د پېښو په هکله داسې ډنډورې پيل کړي، چې ګواکي د مصر خلک د ايران په اصطلاح د اسلامي انقلاب نه په الهام اخيستلو سره پاڅون کوي ، په داسې حال کې چې اوس هم يو زيات شمېر خلک د ايران د حکومت له ﻻسه د مهاجرت شپې ورځې تيروي.
وروستي