نن ولسي جرګه د څلورم ځل لپاره هڅه کوي، چې رييس وټاکي. همدا شېبه په ولسي جرګه کې د رييس د ټاکنې لپاره د رايو اچول روان دي. د نن ورځې په ټاکنو کې شکريه بارکزۍ(کابل)، داود کلکاني(کابل) او محمد عارف رحماني(غزني) هغه وکيلان دي چې د رياست لپاره يې ځانونه کانديدان کړي. ګل پاچا مجيدي(پکتيا) او فرهاد عظيمي چې تر دې وړاندې يې ځانونه کانديدان کړي وو، له خپلې نوماندۍ تېر شول. د ولسي جرګې د رياست په ټاکنه کې لويه ستونزه د سپينو رايو ده چې تر اوسه حل نه دی ورته پيدا شوی او په پارلمان کې بېلا بېل اړخونه هڅه کوي ، چې له هغو څخه په خپله ګټه کار واخلي.
وروستي