حسني مبارک له قاهرې وتلی، خلک مهمې خبرتيا ته انتظار باسي

په سلګونو زره مصريان نن ورځ بيا د تحرير ميدان کې راټول شوي وو او د حسني مبارک د ګوښه کيدو غوښتنه يې کوله.
د رېپوټونو له مخې حسني مبارک له قاهرې وتلی او شرم الشيخ ، چې يو توريستي ښار دی هلته رسيدلی. د مصر دولتي تلويزيون ويلي، چې دوی به يوه مهمه خبرتيا خپره کړي. تر اوسه دې دې ﻻمل نه دی څرګند، چې ولې حسني مبارک دغه ښار ته تللی دی. د ځينې رېپوټونو له مخې حسني مبارک استعفا ورکړې ده خو تر اوسه په دې هکله کره مالومات نشته.