د خوست چارواكي وايي چې له دې وروسته به شکمن کسان د ولسوال اوسيمه يزو شوراګانوله لارې جلبيږي او په اړه به يې له ځواكونو كارنه اخيستل كيږي، د چارواكوپه خبره چې نور به پرکورونو، مدرسواو ورته ځايونو خپلسري عمليات او تلاشۍ نه کيږي.
كه په رښتياهم داسې وشي نو د عامو خلكوپه ذهنونوكې به هغه ويره كمه شي چې د شپې لخوا يې د عملياتو نه لري، ځكه ډېرځله په دې نوم بېلابيلې پېښې هم شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمدځدراڼ وايي چې د دغه ولايت د همغږۍمرکزپه نظامي غونډه کې چې د خوست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه اوپروالي سربېره په خوست كې د شته نظامي ارګانونو مسوولينواوپه خوست کې د بهرنيوځواکونو قوماندان پكې برخه اخېستي وه، داپرېکړه وشوه چې له دې وروسته به شکمن کسان په خپله سيمه كې د ولسوال او ياهم د سيمه يزو شوراګانو له لارې جلبيږي او د خلكوپر كورونو، ديني مدرسو او نور ورته ځايونو به د شپې پرمهال خپلسري عمليات اوتلاشي نه کيږي، خوپه خبره يې چې هېچاته به د دې اجازه هم ورنه کړل شي، چې له جوماتونو او مدرسونه د دولت پر وړاندې ګټه پورته کړي.
كه څه هم په خوست كې د شپې لخوا د خپلسرو عملياتوپه لړكې د ښځو اوماشومانو په ګډون يوشمېر كسان وژل شوي خوترڅنګ يې داسې هم شوي چې د ځواكونو په نوم او جامه كې وسله وال غله د خلكو كورنو ته ورغلي او قيمتي توكي يې ترې وړي او يايې هم د كورنۍ غړي تښتولي دي، د شپې لخوا عملياتوله امله ډير خلك په ويره كې وي چې پركوريې ځواكونه ياوسله وال غله چپه ونه چوي، ځكه په دې ورستيوكې د خوست په لكڼوكې په نظامي لباس كې د تلاشۍ په نوم له يوه كورنه ډيره ستره غله شوې وه. نو كه د شپې عمليات ودرول شي د عامو خلكوپه ذهنونوكې دا ويره كمه شي.
وروستي