په ايران کې د سياسي فعالينو نيول پيل شوي

د ايراني حکومت ضد سياسي فعالينوخبري رسنيو، په دغه هېواد کې د سياسي نيونو د لړۍ د پيل کيدو خبر ورکړی دی.
د ((کلمه)) خبري ويبپاڼې د رېپوټونو له مخې، د ايران حکومت د محمد خاتمي په حکومت کې د رفاه وزير محمد حسين شريف زادګان  د موسوي اخښی ،صالح نقره کار (په ټاکنو کې د ښاغلي موسوي د حقوقي کميټې مشر) ، دوه تنه خبرياﻻن میثم محمدی و امید محدث او همداراز د ((بهشتي بنسټ )) غړي، مصطفی ميراحمدزاد (د منتظري له شاګردانو) څخه او يو زيات شمېر نور د اپوزيسيون غړي نيولي دي.
داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې  صدرالدين بهشتي د عليرضا بهشتي زوی (د موسوي سلاکار ) او يو شمېر نور ﻻ تر دې د مخه نيول شوي دي.
د ورستيو رېپوټونو له مخې په خپله کروبي هم له نن سهار راهيسې کوربند شوی او يوازې مېرمنې يې ورته د ورتګ اجازه لري.
د سياسي فعالينو د نيولو دغه لړۍ په داسې مهال پيليږي، چې په ايران کې په اصطلاح د اسلامي انقلاب 32 مه کليزه نمانځل کيږي او تيره ورځ د دغه هېواد جمهور رييس محمود احمدي نژاد د لويو ﻻسته راوړونو خبرې کولې.
له بلې خوا ايران د مصر د پېښو په هکله داسې ډنډورې پيل کړي، چې ګواکي د مصر خلک د ايران د اسلامي انقلاب نه په الهام اخيستلو سره پاڅون کوي ، په داسې حال کې چې اوس هم يو زيات شمېر خلک د ايران د حکومت له ﻻسه د مهاجرت شپې ورځې تيروي.