نن د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د رېل ګاډي پر پټليو لس چاودنې شوي ، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي او د رېل ګاډو تګ راتګ ګډوډ شوی دی. په کراچۍ کې د بلوچ کالوني په سيمه کې د رېل ګاډي د تګ او راتګ پر دواړو پټليو دوې چاودنې وشوې او دوه تنه يې له امله ټپيان شول ، وروسته د حيدرآباد په حسين آباد سيمه کې هم دوې چاودنې وشوې ، چې له امله يې د کراچي او پنجاب تر منځ ټول رېل ګاډي ودرېدل، تر هغې وروسته په نواب شاه ، محرابپور او د ګوټکي او پنو عاقل ترمنځ نورې شپږ چاودنې وشوې ، چې له امله يې د رېل ګاډو تګ راتګ ګډوډ شوی دی. داسې وېره ده ،. چې ښايي نورې چاودنې هم وشي. د دغو چاودنو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
وروستي