په مصر کې قهرجن لاريون کوونکي د راډيو تلويزيون د ودانۍ پر لور  روان شول

دحسني مبارک او عمرسليمان تر بېګانيو ويناوو وروسته ، نن سهار د قاهرې له التحرير ډګر څخه په زرګونو قهرجنو لاريون کوونکو د مصر د راډيو تلويزيون د ودانۍ پر لوري حرکت وکړ. لاريون کوونکي د حسني مبارک او عمر سليمان پر ضد شعارونه ورکوي او وايي چې : (سليمانه ته هم ورک شې!) ، ( عمره ته لاړ شه ، خو موږ نه ځو) ، ( ولس د رژيم نسکورېدل غواړي!) بېګا شپه د حسني مبارک تر وينا وروسته د ده مرستيال عمر سليمان وينا وکړه ، چې د ده وينا هم د مبارک له وينا څخه چندان توپير نه درلود. سليمان له خلکو او ځوانانو وغوښتل چې خپلو کورو ته لاړ شي او حکومت به د اصلاحاتو لپاره کمېټې جوړې کړي.د مبارک او سليمان وينا ګانو د مصر خلک سخت په غوسه کړل او هغه يې د مصر ولس ته توهين وباله. تمه کيږي ، چې نن به يو زيات شمېر خلک د ولسمشرۍ د ماڼۍ پر لوري هم وخوځيږي.