جنرال رودريګوز: طالبان به د افغان مشرانو وژلو ته زور ورکړي

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د د امريکايي ځواکونو د عمومي قومندان دمرستيال (جنرال رودريګوز) له خولې ليکلي، چې راتلونکی سپرلی چې طالبان بېرته خپلو سيمو ته راوګرځي ، دوی به دهغو قومي او سيمه ييزو مشرانو وژلو ته زور ورکړي چې په وروستيو وختو کې يې له بهرنيانو او افغان حکومت سره همکاري پيل کړې. نوموړی قومندان وايي، چې طالبان معمولا په ژمي کې پاکستان ته ځي چې هلته خپل ځواکونه نوي کړي او روزنه ترلاسه کړي ، خو سږکال ناټو ځواکونو د دوی په غياب کې د دوی سنګرونه ونيول او هغه يې تصفيه کړل. نو کله چې راتلونکی سپرلی طالبان بېرته راشي نو دوی به هڅه وکړي زياتره د سياسي او حکومتي مشرانو او د هغو خلکو پر وژنه لاس پورې کړي چې له حکومت سره همکاري کوي. جنرال روډريګوز ادعا وکړه ، چې د ننه په افغانستان کې يې د طالبانو د ملاتړ لپاره ادې راکمې کړی او دوی به هڅه وکړي چې د طالبانو پر مشرتابه زيات فشار واچوي او په دې توګه د دوی د عملياتو اغېزناک توب راکم کړي. بل خوا دامريکايي ځواکونو عمومي قومندان څو ورځې مخکې وړاند وينه وکړه ، چې راتلونکی کال به له طالبانو سره جګړې نوره هم سختې شي .