په جلال آباد کې د کابينې غونډه جوړه شوې

د بي بي سي خبري رسنۍ رېپوټونو له مخې، د ستر وزيرهدايت امين ارسلا او  د ماليې وزير عمر زاخېلوال په مشرۍ ، د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د افغان کابينې غونډه روانه ده.
د رېپوټ له مخې د افغانستان د ماليې وزارت وايي په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به له نړيوالې ټولنې څخه افغان لوري د مسوليتونو د لېږد پر لارو چارو او د کابل کنفرانس د پرېکړو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وشي. د ماليې وزير زاخېلوال وايي هيله لري چې د مسوليتونو د رالېږدولو په برخه کې به د جلال اباد غونډه دوی ته د برياليتوب لارې پرانيزي .
د دې غونډې په هکله نور تفصيلات نه دي وړاندې شوي او نه يې په ننګرهار کې د جوړيدو ﻻمل ښودل شوی دی.