حسني مبارک له استعفی ډډه وکړه

پرون د مصر ولسمشر حسني مبارک له خلکو سره ژمنه کړې وه ، چې د شپې په نهو بجو به وينا کوي او پر ډېرو مهمو مسايلو به خبرې کوي. د التحرير په ډګر کې په سلګونو زره کسان راټول شوي وو او په دې تمه چې حسني مبارک به خپله استعفی اعلان کړي ، مخکې له مخکې جشنونه پيل کړي وو. نړيوالو مهمو رسنيو لکه سي ان ان او بي بي سي هم دا خبر خپراوه ، چې ښايی حسني مبارک استعفی وکړي. حسني مبارک تر يوساعت ځنډ وروسته وينا وکړه او خلکو ته يې د اصلاحاتو د راوستو ژمنه وکړه او ويې ويل چې په دغه لړ کې به لومړی خپل يو شمېر واکونه خپل مرستيال عمر سليمان ته انتقال کړي او په راتلونکو ټاکنو کې به بيا ځان نه کانديدوي. د ده له وينا سره په التحرير ډګر کې خلکو له غوسې ډک غبرګون وښود او يو شمېر خلکو د ولسمشرۍ ماڼۍ لوري ته تګ پيل کړ ، خو د پوځيانو له خوا بېرته راوګرځول شول. تمه کيږي ، چې نن به په سلګونو زره خلک په التحرير ميدان کې راټول شي او هڅه به وکړي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور مارش وکړي.