د نړۍ زياتره خلکو او په ځانګړې توګه د مصر خلکو تير ماښام په بې صبرۍ سره د دې انتظار ايستلو، چې حسني مبارک به استعفا وړاندې کړي او په دې هکله ګرمې اوازې هم خپرې شوې وي.
تير ماښام حسني مبارک يوه وينا وکړه او د پخوا په څېر يې دا اړينه بلله ، چې بايد د قدرت په ګدۍ پاتې شي. د حسني مبارک تر وينا وروسته ، د مصر په زرګونو خلکو د راډيو او تلويزيون په لوري يرغل وکړ او اوس يې دا سيمه کې هم احتجاجونه روان دي. همدا راز د جمهوري رياست د ماڼۍ په لور هم خلک خوځيدلي دي او په دې توګه پر سرټمبه ډيکټارو باندې يې کړۍ نورې هم تنګې کړي دي.
وروستي