د يوه افغان سرتېري د وجود مهم غړي د بهرنيانو له خوا ايستل شوي

د ملي اردو يو سرتېری چې په کونړ کې وژل شوی، کورنۍ يې دعوا کوي چې د ده د وجود مهم غړي لکه زړه، بډوډي او ينه د بهرنيانو له خوا ايستل شوي . د وژل شوي کورنۍ دعوا کوي، چې نوموړی سرتېری پر مټ باندې ټپي شوی و خو کله چې د بهرنيانو روغتيايي کمپ ته د درملنې لپاره يوړل شو، د ده مړی يې بېرته ورته وسپاره ، خو د وجود مهم غړي يې ورته ايستلي وو. دغه کورنۍ له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په دې اړه پلټنې وکړي. د وخت خبري اژانس د يوه خبر له مخې يو بل سرتېری چې هغه هم په کونړ کې ټپي شوی و ، کله چې د کونړ په روغتيايي کمپ کې تر ناکامې درملنې وروسته مړ شو ، مړی يې مزار شريف ته انتقال شو. هغه کس چې د ده د انتقال مسوول و، وايي چې دغسل پروخت څرګنده شوه چې د نوموړي سرتېري مهم غړي ايستل شوي دي.