د چاردرې ولسوال په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

د کندز ولايت د امنيې قومندان خبر ورکوي، چې دچاردرې ولسوال عبدالواحد عمر خېل پرون له دوو تنو قومي مشرانوسره يو ځای په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د خبر له مخې د عمر خېل پر موټر باندې هغه مهال بريد وشو ،چې کله نوموړی له دفتر څخه د کور پر خوا روان و. له ده سره دوه تنه قومي مشران ووژل شول او ورسره پنځه تنه نور چې يوتن يې پوليس و، ټپيان شول. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی.