خوست وﻻيت کې د ايران پر ضد احتجاجيه غونډه وشوه

  په خوست كې يوشمېر قومي مشرانو د ايران هغه كړنې چې په خپله خاوره كې يې له افغانانوسره كوي او يا او په ډله يزډول په زوره افغان كډوال راشړي په كلكه وغندلې، دوى له افغان دولت وغوښتل چې اوس دې هلته دا ستونزې حل كړي خو نور دې په دې كاروكړي چې افغان كډوال دې خپل هيواد ته را ولي.
 
ګډونوالو د بهرنيو او كډوالو چارو وزارتونو نه  وغوښتل چې دغې ستونزې ته دې  د حل لاره ولټوي او چوپه خوله دې نه پاتې كيږي، كه نه بيا به قومونه په اعتراضيه لاريونو لاس پوري كړي.
دا غونډه په خوست كې د قومونو پيوستون شورا په دفتركې جوړه او ګڼ شمېر قومي، مشرانو او د ولايتي شورا وكيلانو پكې ګډون كړى وو، د ايران هيواد  هغه كړنې وغندلې چې كله افغانان اعداموي او كله يې هم په زوره په ډله يزډول په داسې حال كې چې په ښارونوكې د مزدوريو پرمهال نيول كيږي او كورنۍ يې خبرهم نه وي له پولې يې راوشړي، قومي مشر ميرزمان صبري وويل چې ايران د افغانانود ځورونې په موخه هغه تېل هم بندكړي وو چې افغانانو په خپلو پيسو اخيستي وو،    د غونډې برخه والو د بهرنيو او كډوالو چارو وزارتونو نه وغوښتل چې د دغې ستونزې لپاره دې د حل لاره ولټوي او چوپه خوله دې نه پاتې كيږي كه نه بيا به قومونه اړ شي چې  په اعتراضيه لاريونو لاس پوري كړي.
قومي مشرانو له افغان دولت دا غوښتنه هم وكړه چې اوس دې هلته دا ستونزې حل كړي خو له دې وروسته دې په نورو هيوادونو كې شته كډوال افغانستان ته راولي او په دښتوكې دې كورونه ورته جوړكړي.
 دوى په دې هم افسوس ښكاره كړچې له يوې خوا نړيوال پرايران بنديزونه لګوي او له بلې خوا بيا د نړيوالو په شتون كې د افغانستان په كورنيوچاروكې لاس وهنه كوي د دې خبرې ښه ثبوت يې د ولسي جرګې وكيلان په ګوته كړل چې په اونيو اونيو د مشر په ټاكلو ونه توانيدل،  ورپسې يې په يوه پريكړه ليك كې د ايران لخوا د بي ګناه او مهاجرو افغانانو ځورونه، وهل، ټكول او سپكاوى وغندل او دا كار يې د ښه ګاونډيتوب، اسلامي خواخوږۍ او په نړۍ كې د كډوالو د منل شويو اصولواومعيارونو خلاف عمل وبللو.