دوه تنه افغانان د امريکې په تور لېست کې زيات شول

امريکې دوه تنه افغانان په خپل تورلېست کې زيات کړل او له امريکايي اتباعو يې وغوښتل چې له هغوی سره د سوداګريزو معاملو او راکړې ورکړې ډډه وکړي. په هغه اعلاميه کې چې د امريکې د ماليې وزارت له خوا خپره شوې د امريکې له اتباعو غوښتل شوي ، چې له خليل الرحمان حقاني( د جلا ل الدين حقاني ورور) او سيد جان عبدالسلام سره دهر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي. پر دغو کسانو تور دی چې د طالبانو او القاعده لپاره مالي مرستې راټولوي.