په چاريکارو کې د جنوبي کوريا د اډې پرانيستل تر بريد وروسته وځنډول شول

د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت نن اعلان وکړ ، چې د امنيتي دلايلو له مخې په چاريکارو کې د جنوبي کوريا د پوځي اډې د پرانيستو مراسم ، چې په پام کې وه راتلونکې اونۍ ترسره شي ، د نامالوم وخت لپاره وځنډول شول. پرون تر هغو وروسته چې د جنوبي کوريا د دفاع وزير له دغه اډې څخه کتنه وکړه ، پر اډه د توغنديو بريد وشو خو د سرزيان يې نه درلود. جنوبي کوريا په 2007 کال کې ، کله چې د دوی دوه تنه اتباع په افغانستان کې ووژل شول، خپل پوځونه له افغانستان څخه وايستل ، خو ژمنه يې وکړه چې د افغانستان د بيا رغاونې په چارو کې به برخه اخلي. وروسته يې د خپلو ملکي کارکوونکو د ساتنې لپاره ۳۲۰ تنه پوځيان راواستول ،چې په چاريکارو کې مېشت دي.