سبابه په مصر کې د ولسمشر د ماڼۍ پر لور لاريون ترسره کيږي

په مصر کې لاريو کوونکو پتيلې ده ، چې سبا به د حسنمي مبارک د ماڼۍ پر لور لاريون ترسره کوي. دولسمشر ماڼۍ ورادمخه د ټانکونو او زغره والو ګاډو له خوا کلابند شوې ده او په شاوخوا يې امنيتي کسان ځای پر ځای شوي دي. پرون لاريون کوونکي د پارلمان او د لومړي وزير د دفتر مخې ته راټول شوي او دفتر ته يې د لومړي وزير احمد شفيق د ننوتو مخه ونيوله. د يادونې وړ ده چې پرقاهرې سربېره د مصر په نورو ښارونو کې هم لاريونونه روان دي.په سکندريه ښار کې د پوليسو او لاريون کوونکو تر منح د اخ وډب له امله په لسګونوکسان ټپيان شوي او په اسيوط ښار کې لاريون کوونکو د رېل ګاډي پټلۍ تړلې دي .