د مردان په ځانمرګي بريد کې د مړو شمېر شلو ته ورسېد

د وروستيو مالوماتو له مخې په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن د مردان په يوه پوځي روزنيز مرکز (پنجاب رجمنټ سنټر) کې ترسره شو ، د مړو شمېرشلو کسانو او د ټپيانو شمېر هم شلو کسانو ته ورسېد. قربانيان ټول پوځيان دي. خبروايي، چې يو تنکي ځوان چې د ښوونځي يونيوفورم يې اغوستی و، د مرکز د پوځي پرېډ په ډګر کې ځانمرګی بريد ترسره کړ.سيمه د پوليسو له خوا کلابند ده او پلټونکي عمليات پيل شوي دي.