په چاريکارو کې د جنوبي کوريا پر پوځي اډې د توغنديو بريد وشو

پرون په چاريکارو کې د کوريا پر پوځي اډې د پنځو توغنديو بريد وشو ، چې درې توغندي د اډې د ننه او دوه يې له اډې بهر ولګېدل. په بريد کې چاته د سر زيان نه دی اوښتی. دغه بريد اوه ساعته وروسته تر هغو چې د جنوبي کوريا د دفاع وزير ( کيم کوان جين) په پټه له اډې څخه ليدنه وکړه، ترسره شو. دبريد پر مهال په اډه کې ټول 369 کسان موجود وو ، چې 277 تنه يې پوځيان، 57 تنه ملکي کارکوونکي او 35 تنه يې پوليسان وو. د ماهرينو له انده دغه توغندي د 800 مترو نه تر يو کيلومتر واټن کې ويشتل شوي دي.