د چين په پلازمېنه کې مصنوعي واوره وورول شوه

د چين د هوا پېژندنې د رېپوټونو پر بنسټ ،په پکن کې په مصنوعي توګه د واورې وريدل له پرون ورځې راهيسې پيل شول او تر نن غرمې پورې يې دوام درلود.
که څه هم نوموړې اداره په دې ډاډمنه نه ده ، چې دغه واوره به د وچکالۍ په له منځه وړلو کې ډېر اغيز ولري، خو د پلازمېنې خلکو يې له ليدو څخه خوند واخيست. وروستی ځل په پلازمېنه پکن کې ورښت 108 ورځې د مخه و.
د دغه مصنوعي واورې د رامنځته کولو لپاره 759 د توپ ګولۍ په دې موخه وويشتل شوې، چې ژمنۍ وريځې واورې اوريدو ته چمتو کړي.