د مردان په يوه پوځي مرکزکې چاودنه شوې

نن سهار د خيبر پښتونخوا ايالت ،د پېښور  په شپيته کيلومترۍ کې ،د مردان ښار په يوه پوځي مرکز کې  چاودنه شوې ، چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې.
په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او پنځلس تنه هم ټپيان دي، چې ټول پوځي خلک دي. ټپي شوي کسان د پېښور روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
پرون د پاکستان په ګوجرانو واﻻ ښار کې چاودنه وشوه او له دې مخکې دوه ورځې په مردان او کراچۍ کې هم چاودنې شوي وي، چې په مردان کې يې د موزيک او فلمونو اووه دکانونه ويجاړ کړل او په کراچۍ کې يې يوولس تنه ټپيان کړل.