خوست:له دې وروسته به په کورونو ، مدرسو کې خپلسري عمليات  او تلاشۍ  نه ترسره کيږي .

 
 
 
د خوست نظامي جلسه :
له دې وروسته به شکمن کسان د سیمه ایزو شوراګانو او ولسوال له لارې جلبیږي .
 
همداشان په نظامي جلسه کې پرېکړه وشوه ، چې له دې وروسته به په کورونو ، مدرسو  او نورو ورته ځایونو  خپلسري عملیات  او تلاشۍ  نه ترسره کیږي .
دغه  پرېکړه  نن چهارشنبه چې دسلواغې له ۲۰ نېټې سره سمون خوري ، د خوست ولایت د همغږۍ مرکز په نظامي جلسه کې چې د خوست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوي وه ،وشوه .
په دې غونډه کې چې د خوست والي عبدالجبارنعیمي سربېره امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي ، د ملي اردو قوماندان ډګروال هدایت ناصر، ملي امنیت ریس اخترمحمدابراهیمي ، د همغږۍ مرکز مسوول جنرال افسردوست ، د سرحدي پولیسو درستیزوال شېراحمدکوچي ، په خوست کې د اېتلاف ځواکونو مسوول کارنل پېرسن ، د ولایتي بیارغونې ټيم مشر سټیف دېل او  د یونامامسوول نیکولس برخه اخېستي وه .
په سرکې خوست والي عبدالجبارنعیمي پيلیزه وینا وکړه ، ده وویل ، دا مهال د خوست د ولایتي ادارې د منظم پلان او د نظامي ځواکونو ترمنځ د شته همغږۍ له امله  د دې ولایت امنیتي وضعیت ورځ تربلې د پام وړ ښه والی مومي .د نوموړي په وینا دا وخت د خلکو همکاري له دولت سره زیاته شوي ، چې له امله یې همېشه امنیتي او کشفي ځواکونو خپل فعالیتونه پرته له کومو ستونزو سرته رسولي او ښې لاسته راوړنې لري .
دا چې په خوست ولایت کې زیات شمېر دولتي ځمکې د زورواکو له خوا نیول شوي دي ، د لویو اقتصادي او حیاتي پروژو مخه یې ډب کړي ده ،نو په همدې اساس یې د بېرته خلاصون په موخه ولایتي ادارې کلکه مبارزه پیل کړي ده ، ترڅو غصب شوي ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې او په کې ټولګټې پروژې پلي شي .د ده په وینا چې تېره ورځ د خوست د اداري جلسې د پرېکړې سره سم امنیتي ځواکونو د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د تورې وړۍ سیمه  کې هغه جوړې شوي خپلسري ودانۍ ونړولې، کومې  چې د هوایي ډګر لپاره بېلا شوي ځمکه کې جوړې شوي وې .ده په دې برخه کې د امنیه قوماندانۍ پولیس او منسوبین وستایل ، چې د پرېکړې سره سم یې جدي عمل وکړ او ټاکل شوي ځمکه یې له غاصبینو خلاصه کړه .
نعیمي زیاتوله ، چې افغان ملي اردو ، پولیس او ملي امنیت هېواد ته ژمن او لوړ مرال لر ي، چې له امله یې په ولس کې ځانګړی ځای پیدا کړی ، که چېرې خپلو فعالیتونو ته په همدې بڼه دوام ورکړي ، نو په کم وخت کې به ټولې شته بدبختۍ له منځه ولاړې شي او ځای به یې خوشالي او امن ونیسي .
نوموړي دسولې پروسې څخه د خوست د قومونو د ملاتړ یادونه وکړه ، چې هره ورځ له اویاوو پورې د بېلابېلو سیمو دیني علماءاکرامو او قومي مشرانو سره لیدنې لري ، چې په تېره اونۍ کې یې له ۶۰۰ زیاتو مشرانو سره په دې خبرې کړي، چې څنګه په خوست کې د سولې عالي شورا هڅې د بریالیتوب تر منزله ورسیږي .ده په دې برخه کې د دولت ټول ارګانونه مکلف وبلل ، چې دسولې د هلو ځلوڅخه هېڅ ډول درېغ ونه کړي او هر څوک دې ته وهڅوي ، چې د سولې په لاره کې عملي قدمونه واخلي .
والي عبدالجبارنعیمي یو ځل بیا په وسلوالو مخالفینو غږ وکړ ، چې له دې طلایي چانس څخه دې ګټه واخلي او د سولې له پروسې سره دې یو ځای شي ، ترڅو وکولای شي په ګډه توګه د خپل ځورېدلي ولس لپاره وړ خدمتونه ترسره کړي  او د کونډو ، یتیمانو او مظلومو افغانانو اوښکې وچې او د خوشاله ورځې څښتنان شي .
د خوست والي  وروسته امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي ، دملي امنیت ریس اخترمحمدابراهیمي ، د ملي اردو قوماندان ډګروال هدایت ناصر،  د همغږۍ مرکز مسوول جنرال افسردوست  او د سرحدي لېوا درستیزوال شېراحمدکوچي  جلسې ته  په خپل وار سره د تېرې اونۍ په لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ، په راپورونو کې زیاته شوي وه ، چې په تېره اونۍ کې یې یو شمېر ځانوژونکي ، ماین خښوونکي ، سړي تښوونکي ، غله او هغه څوک چې عام خلک به یې په بېلابېلو ډولونو تهدید او وېرول نیولي دي ، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی ، خو د لازیاتو مالوماتو په خاطر دامهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې نیول شوي دي  .
په غوڼده کې په دې هم بحث وشو ، چې د سولې په راوستو کې د علماوو رول خورا اړین دی ، دا چې دوی زموږ د افغاني ټولنې مذهبي مشران دي ، نو دولت او ولس په ځانګړي درناوي ورته قایل دي ، نوپه همدې بنسټ دوی باید د سولې په راوستو، د دولت او ولس ترمنځ د هر ډول فاصلو د له منځه وړلو په موخه کار وکړي .
د غونډې په لړ کې وویل شول ، چې د ولس ، دولت او په ځانګړي توګه د دیني علمااکرامو ترمنځ هېڅ ډول فاصله نه شته ، خو یوازې د خاورې او ولس د پرمختګ دښمنان په دې برخه کې ناوړه تبلیغات کوي ، ترڅو د دولت او دیني علمااکرامو ترمنځ فاصله په وجود راولي ، خو د غونډې برخوالو په دې برخه کې ټينګار وکړ، چې د دښمن تبلیغات ناکام او له دې وروسته به  دا ډول ناوړه تبلیغات د دوی لپاره هېڅ  ډول مثبتې پایلې ونه لري .
د غونډې برخوالو له ولسونو وغوښتل ، چې په خپله سیمه کې د هغو کسانو مخه ونیسي ، چې ناوړه کړنې ترسره کوي ،د دوی په وینا که د چا  خپل او خپلوان د ورانکارو کسانوپه  لیکه کې ولاړ وي ، نو ژر ترژره دې ترې بېرته راوګرځوي ، کنه نو په اړه به یې دولتي ارګانونه سخت غبرګون وښایي. ځکه دا ډول کسان ټولنه له ستونزو او غمونو سره مخ کوي .نو په همدې اساس دولت په هېڅ صورت داسې کسانو ته د فعالیتونو موقع نه ورکوي .دوی په ناسته کې یو ځل بیا په ټولو خلکو غږ وکړ، چې په دولت کې ټول کارکوونکي او مسوولین یوازې خپل ولس ته خدمت کوي او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ ورکولو ته تیار  او چمتو دي .
همداشان په ناسته کې په دې پرېکړه وشوه ، چې ټول امنیتي او کشفي ارګانونه دې په مرکز او ولسوالیو کې د ناوړه فعالیتونه سرته رسوونکي تثبیت او په اړه دې لازم اجراات صورت ونیسي .همداډول په ناسته کې پرېکړه وشوه ، چې له دې وروسته به شکمن کسان د سیمه ایزو شوراګانو او ولسوال له لارې جلبیږي ، او هېڅ نوع خپلسري عملیات او تلاشي به په مدرسو ، کورونو او نورو ورته ځایونو نه ترسره کیږي ،. همداشان زیاته شوه ، چې هېچا ته باید ددې اجازه ورنه کړل شي ، چې د جوماتونو او  مدرسوناوړه ګټه پورته کړي  او زموږ د  دیني علمااکرامو توهین وکوي ، ځکه چې موږ الحمدالله مسلمانان یو ، په همدې اساس د دوی سپکاوی په هېڅ شکل نه شو، زغملی .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :چهارشنبه
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۲۰