په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري ووژل شول

د برتانيې د دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د دوی دوه سرتېري نن د هلمند ولايت په ناد علي ولسوالي کې د عملياتو پر مهال ووژل شول. خبر وايي، چې سرتېري د سپکو وسلو په ډزو وژل شوي دي.د دغو سرتېرو له مړينې سره له 2001 کال راهيسې په افغانستان کې د برتانويانو د مړو شمېر 353 تنو ته ورسېد.