سايمون ګس په افغانستان کې د ناټو د سياسي استازي په توګه وټاکل شو

د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت نن مازيګر اعلان وکړ، چې په تهران کې د برتانيې اوسنی سفير سايمون ګس په افغانستان کې د ناټو د نوي سياسي سفير په توګه وټاکل شو. نوموړی به د روان کال په اپرېل مياشت کې د مارک سېدول پر ځای خپله دنده پيلوي.د برتانيې د بهرنيو چارو وزير د ګس ټاکنه استقبال کړه او ويې ويل، چې دی او لومړی وزير دواړه د سايمون ګس له ټاکل کېدو څخه ډېر خوشاله دي او د دغه دندې لپاره يې ډېر مناسب ګڼي. په پام کې ده ، چې نوموړی به د روان کال د اپرېل په ۱۴ او ۱۵ نېټه په برلين کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې رسما د مارک سېدول پر ځای معرفي شي.