پکتيکا: د پوليسو له روزنيزمركزڅخه يو سلو اوولس تنه فارغ شول

 په پكتيكاولايت كې د پوليسو له روزنيزمركزڅخه يو سلو اوولس سرتيري له مسلکي زده کړو وروسته  فارغ  او ټولنې ته د خدمت په موخه په دندو وګمارل شول. د پكتيكا والي محب الله صميم وايي چې د پوليسو د مسلكي كيدو له امله په دغه ولايت كې امنيت هم ښه شوى دى.
د چارواكو په خبره چې د پکتيکا د پوليسو په دغه روزنيز مرکز كې تر دې مهاله په څوارلسو دورو کې نږدې يوزرو څلور سوه پوليس روزل شوي او بياپه دندو ګمارل شوي دي.
 هغه غونډه چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت په مركز ښرنه كې جوړه شوې وه د پکتيکا پر والي سربېره د ګڼو دوتلي ادارو مسوولينو ګډون كړى وو، په همدې مهال د پکتيکا والي محب الله صميم وويل چې مسلکې پوليس کولاى شي د دولت او عامو وګړو ترمنځ واټن كم او له مېنځه يوسي، اوهمدا ډول د جرمونو کچه راټيټه او امنيت په مثبت لور روان کړي  والي زياته كړه چې اوس يې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او له همدې امله د پکتيکا ولايت امنيت ورځ په ورځ ډاډمن کيږي.
 د پكتيكا ولايت امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې دا څوارلسمه دوره ده چې يوسلو اوولس سرتيرو ته د بهرنيو او کورنيو ښوونكو لخوا زده کړې ورکړل شوي دي، ځدران زياته کړه چې روزل شوي سرتيري به د پکتيکا ولايت په بيلابيلو ولسواليوکې په دندو وګمارل شي، د نوموړي په خبره چې د پکتيکا ولايت د پوليسودغه روزنيز مرکز دوه کاله وړاندې جوړشوی او تر دې مهاله پكې يوزرو درې سوه اويا تنه پوليس روزل شوي دي.     خو دمګړۍ عام ولس له پوليسواو ملي اردو سرتيرو  له نورو ترڅنګ دا شكايتونه هم كوي چې په ښارونوكې ترافيكي اصول نه مراعت كوي او له اندازې ډېر تېز حركت كوي.