تير کال 2421 تنه ملکي خلک وژل شوي، چې 30 سلنه يې ماشومان دي

په افغانستان کې ((د افغانانو د حقوقو د څارنې )) موسسه يا ARM ويلي ، چې په تير 2010 ز کال کې 2421 تنه ملکي خلک وژل شوي، چې 30 سلنه يې ماشومان دي.
د رېپوټونو پر بنسټ په تير زېږديز کال 739 تنه ماشومان وژل شوي، په دې مانا چې په اوسط ډول سره په ورځ کې تقريبا دوه ماشومان وژل کيږي.
د دغو وژنو ﻻمل هوايي بمبارۍ، ځانمرګي بريدونه ، د سرک غاړې د ماينونو چاودنې او نښتې بلل شوي دي. په رېپوټ کې دا هم ويل شوي ، چې د وژل شوو ماشومانو 64 سلنه د وسله والو ډلو لخوا، 17 سلنه د بهرنيو ځواکونو او5 سلنه د افغان حکومت د امنيتي ځواکونو لخوا تر سره کيږي. رېپوټ زياتوي، چې د دغو وژنې لويه برخه د افغانستان په سويل او ختيځ جګړه ځپلي وﻻيتونو کې تر سره کيږي .