تېر کال په افغان جګړه کې هره ورځ دوه ماشومان وژل شوي

رويټرز په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې د سازمان (واچ ډاګ) د رپوټ له مخې خبر ورکوي، چې تېر کال د افغانستان په جګړه کې هره ورځ په اوسط ډول دوه تنه ماشومان وژل شوي دي. په 2010 کال د 2421 تنو وژل شويو ملکي وګړو له ډلې څخه 739 تنه يې تر اتلسو کلو کم عمر درلود. د رپوټ له مخې زياتره ماشومان په هلمند او کندهار ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي. د دې تر څنګ تېر کال کونړ په ختيځ کې او کندز په شمال کې هم د ماشومانو لپاره ډېر خطرناک ولايتونه وو. 2010 کال د ملکي وګړو د وژنې له مخې په افغانستان کې تر ټولو بد کال و.