جنرال پتريوس: روان کال به په افغانستان کې جګړې نوره هم زور واخلي

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان په يوه تلويزيوني مرکه کې ويلي، چې روان کال به په افغانستان کې جګړې نوره زياتې شي. ده وويل، چې په تېرو جکګړو کې طالبانو يو لړ سيمې له لاسه ورکړي، نو راتلونکی سپرلې به دوی هڅه وکړي له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي او خپلو بريدونو ته به زور ورکړي. بل خوا هغه امريکايي سناتوران چې افغانستان راغلي وو، ويلی چې ښايي په روان کال کې يوازې يو لږ شمېر امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وايستل شي.