کرزی: د وحيد عمر استعفی مې ونه منله

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون په يوه خبري کنفرانس کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د خپل وياند وحيد عمر استعفی يې نه ده منلې. څو اونۍ وړاندې د ولسمشر وياند وحيد عمر کرزي ته خپله استعفی وړاندې کړې وه ، خو وروسته موضوع همداسې ګونګه پاتې شوه. د ځينو سرچينو له خولې وحيد عمر ځکه استعفی کړې وه ، چې د يوه موضوع پر سره د ولسمشر له خوا بې آبه شوی و، خو وروسته يې يو چاته ويلي و چې که چېرې ولسمشر د پاتې کېدو نری ست هم راته وکړي ، خپله استعفی بېرته اخلم.