حامدکرزی: امريکا غواړي په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي

پرون افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې امريکا غواړي په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي. ده وويل، چې يو شمېر امريکايي سناتورانو چې افغانستان ته راغلي له ده سره د دغه ډول اډو د جوړولو خبره مطرح کړې ده. کرزي وويل، چې دی به د اډو مسأله د امنيت له شورا او ملي شورا له غړو سره شريکوي او له دوی سره به په دې اړه سلا کوي او د افغانستان د ملي ګټو پر بنست به پرېکړه کوي.ده ټينګار وکړ ، چې د امريکې پوځي اډې به د ګاودنډيو هېوادونو پر ضد نه کارول کيږي، بلکې يوازې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي او د ترهګرۍ ريښې به له بېخه باسي. د يو شمېر باخبره سرچينو له خولې امريکايانو څو ځلې طالبانو ته هم وړانديز کړی و، چې په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو لپاره له دوی سره جوړ جاړی وکړي، خو طالبانو د دوی وړانديز رد کړی و.