د کندهار په ځانمرګي بريد کې يو امريکايي وژل شوی او درې نور ټپيان شوي

د امريکې د کورنيو چارو وزارت پرون خبر ورکړ، چې وړمه ورځ د کندهار په ګمرک کې د ځانمرګي بريد له امله د امريکې د ګمرک يو مامور چې دېرش کاله يې په دغه اداره کې خدمت کړی و، وژل شوی دی. په بريد کې د امريکې د ګمرک درې تنه نور کارکوونکي هم ټپيان شوي دي. تر دې وړاندې په خبرونو کې يوازې د يوه افغان ژباړن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.