عمرسليمان: د قدرت د انتقال لپاره بشپړ مهال وېش چمتو شوی

په مصر کې د مخالفو ډلو او لاريون کوونکو تر زياتېدونکي فشارونو لاندې د حسني مبارک مرستيال او د واکمن نظام ځواکمنې څېرې عمر سليمان ويلي، چې حسني مبارک به په راتلونکي سپمټبر مياشت کې بيا د ولسمشرۍ لپاره ځان نه کانديدوي او تر هغې وړاندې يې هم د يو لړ واکونو د انتقال اشاره کړې ده. عمر سليمان وايي ، چې د واک د سوله ييز انتقال لپاره بشپړ مهال وېش جوړ شوی دی او پر هغې به عمل کيږي. د مصر واکمن نظام تر سخت فشار لاندې دی او هڅه کوي ، په دې توګه يو څه نور مهلت هم ترلاسه کړي.