په ګوجرانواله کې دسي آی اې دفتر مخې ته چاودنه شوې

نن سهار په ګوجرانواله کې د سي آی اې له دفتر ، سپېشل برانچ او د پوليسو له استوګنځي سره درې سپکې چادنې شوي او يو بل بم شنډ شوی دی. په دغو چاودنو کې څلور تنه ټپيان شوي او يو شمېر ودانيو ته زيان اوښتی دی. د پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.