داطلاعاتو او کلتور وزیر الجزیره په غلا ګوري


د روان کال دجنورۍ پر 25 مه نېټه په مصر کې ولس راپورته شو او دحسني مبارک دګوښه کېدو او محاکمې غوښتنه ېې کوله خبره اونیو ته ورسیده او مصر دګردو خبري رسنیو دسر ټکی و الجزیره دهغو تلویزونونو په کتار کې دودرېده ،چې دولس ګټې ېې په پام کې وې او خپل لیدونکې ېې له نوو جریاناتو خبرول .
هماغه و ،چې دمصر دحکومت دصبر کاسه تر مورګو شوه او داطلاعاتو او کلتور وزیر انس الفقي په مصر کې دالجزیرې دفتر وتاړه .
دانس الفقي یو نږدې همکار القدس العربي ورځپاڼې ته ویلې دي : موږ ته جوته شوه ،چې انس الفقي په خپل دفتر کې الجزیره د تړلو دروازو تر شا په غلا ګوري کله ،چې میلمه یا مامور دڅه کار لپاره ورشي نو تلویزون بندوي .