افغان لوبډلې هانګ کانګ ته ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت

پرون د افغانستان د ځوانانو کرکټ لوبډلې د تايلنډ په سياليو کې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووت. په دغو سياليو کې لسو ټيمونو برخه اخيستې ، چې افغانستان تر اوسه څلور لوبې ګټلي او يوه يې بايللې ده. ټاکل شوې ، چې افغانستان به سبا ته په پايلوبه کې د نيپال له لوبډلې سره لوبه کوي.