د چمتال ولسوالۍ د امنيت امر ووژل شو

د 303 پامير زون وياند لعل محمد احمدزی خبر ورکوي، چې پرون د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په کاکړانو سيمه کې نامالومو وسله والو کسانو د ولسوالۍ د امنيت امر پر موټر بريد وکړ، چې له امله يې د امنيت امر ووژل شو او څلور تنه ساتونکي ورسره ټپيان شول. د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.