د پاکستان په پنجاب ايالت کې چاودنه شوې

پاکستاني سرچيينو د دغه هېواد د پنجاب ايالت د ګوجرانو واﻻ په ښار کې د يوې ځواکمنې چاودنې خبر ورکړی دی. دغه چاودنه نن سهار تر سره شوې او تر اوسه د رسيدلو زيانونو په هکله رېپوټونه نه دي ورکړل شوي.
د يادولو وړ ده ، چې په دې وروستيو دوه ورځو کې په مردان او کراچۍ کې هم چاودنې شوي وي، چې په مردان کې يې د موزيک او فلمونو اووه دکانونه ويجاړ کړل او په کراچۍ کې يې يوولس تنه ټپيان کړل.